باور غورځنګ په داسې حال کې رامنځته کېږي چې له بده مرغه په ټول هېواد کې ولسونو پر دولت په ځانګړي توګه حکومت او سياسيونو خپل باور له لاسه ورکړی، د باور له منځه تلل هر ملت ډېر ژر پاشي او بهرنيو کړیو ته د لاس وهنې زمينه مساعده وي، او همدا لامل کېږي چې پاشلي ملتونو بیا د نورو هېوادونو تر غلامۍ لاندې ژوند کوي. باور غورځڼګ له خپل نوم څخه څرګند دی ترڅو په ملت کې د باور کولو روحيه ژوندۍ او افغان ملت پر يوه ټغر راټول کړي.
افغانستان له تېرې نيمې پېړۍ راهيسې د جګړې، بې عدالتۍ، غربت، بې سوادۍ، بې اتفاقۍ او د نړيوالو د منفي سيالیو څخه کړېدلی او کړېږي. يوازې په تېرو نولسو کلونو کې لسګونه بهرني هېوادونه دلته راغلل، خو ټولو د خپلو ملي ګټو لپاره (سياسي، اقتصادي او نظامي) کار وکړ. له بده مرغه په تېرو نولسو کلونو کې د افغانستان هېڅ حکومت هم و نه توانېدی چې د دې ملت په وضعیت کې دې د پام وړ مثبت تغییر راولي بلکې برعکس، د خپلو شخصي منفعتونو او منصبونو لپاره یې دا ټولې ناخوالې څو چنده کړې. نن دلته د انسانانو وینه تویول دود ګرځېدلی، نن دلته یو له بل څخه نفرت ویاړ بلل کېږي، نن فساد، غربت، بې سوادي، بې عدالتي، چاودنې، ترور او اختطاف د دې ملت په پېژندګلوي اوښتې، دا هر څه بدول غواړي، او دا بدلون به د همدې جغرافيې اوسېدونکي راولي، هغه که نن وي او که سلګونه کاله وروسته. تر کله به د مسیحا راتګ ته په تمه یوو؟ تر کله به لا ویده یوو؟ تر کله به فریاد کوو؟ تر کله به ظالم ته ګورو چې زموږ د اوښکو په سیند کې خپل د عیش کښتۍ وچلوي، تر کله به د نورو د نظریو او پاليسیو قربانېږو؟ تر کله به د معصومو مرغيو په څېر د ظالمو ښکاریو په پنجرو کې زندانیان یوو؟
فلهذا، موږ پرېکړه وکړه چې دا ټول ظالمان دې خپله فکر او تګلاره له ځانه سره وساتي، موږ خپل فکر او خپله تګلاره لرو، موږ د الهي، ملي او وجداني مسؤولیت له مخې خپل خدای او خپلو اولادونو ته ځواب ورکوونکي يوو. نو، موږ د الهي احکامو او بشري غوښتنو له مخې په يوه چاردېوالۍ کې جوړې شوي نورې چاردېوالۍ ړنګوو تر څو زموږ خندا او ژړا مشترکه وي او له همدې ملت سازۍ یې پیلوو، موږ په خپل فکر بنسټ کښېښود او همدا فکر به پر دې بنسټ مينار جوړوي.
موږ خپل اوسني او راتلونکي نسلونه له دې بدرنګې جګړې، غربت، فساد، بې عدالتۍ، بې سوادۍ او بې اتفاقۍ څخه د ایستلو په موخه راووتو. موږ خپله سپېڅلې خاوره په يوه مترقي، ارام او زرغون وطن د بدلولو په موخه راوتي يوو.
موږ د خپل هېواد د هر بهرني دوښمن، ډلو او په دولت کې دننه د افغان دوښمن په وړاندې راوتي يوو، موږ د خپلو وګړو د هر هغه حقه حقوق چې خدای تعالی او د بشر په لاس جوړ شوي قوانینو ورکړي نه يوازې دفاع کوو بلکې د ترلاسه کولو په موخه مو لستوڼي بډ وهلي، موږ د ټولو جنګي جرمونو څخه نيولې بیا د دې جغرافيې پر هر اوسېدونکي د غیرقانوني جبر، اختطاف، فزیکي او ذهني شکنجې، غیر قانوني زنداني کول، فساد، غربت، بې عدالتۍ، بې سوادۍ او بې اتفاقۍ څخه د خلاصون هوډ کړی.
موږ د افغانستان د اساسي قانون او همدارنګه د ټولو عرفي قوانينو په رڼا کې خپلو خلکو ته د دوی بنیادي حقونه لکه د بیان ازادي، انساني کرامت ته درناوی، د ملکیتونو مصؤونیت او کار اهل کار ته د سپارلو په موخه مبارزه کوو.
سربېره پر دې، ملي ګټې مانا عامه ګټې هغه منافع دي چې حکومت، پارلمان او ادارې يې د عقيدې په توګه د هر وګړي د سولې، نظم، ثبات، امنيت، ملکيت، بشري حقوق او ټولنيزو ګټو د حفظ په موخه د جمهوريت له لارې په قوانينو، پاليسيو، پرېکړو او عمل کې ځای پر ځای کوي، چې هر څه يوازې د اساسي قانون او ټاکنو له لارې شوني دي. د ټاکنو تر ټولو لومړۍ او مهمه برخه خلکو ته دا پوهاوی ورکول دي تر څو دوی خپل برخليک په ښه توګه وټاکي.
فلهذا، د ملي منافعو تضمين په ټوله کې او ولسواکي په ځانګړې ډول د سياسي غورځنګونو، ګوندونو او نورو سیاسژ حرکتونو پرته ناشونې ده، پر ملي منافعو تمرکز او د دې اهميت تر عامو خلکو رسولو يوازينۍ لار سياسي فعاليتونه دي، سياسي ګوندونه، غورځنګونه او حکومتولۍ له لسیزو يو د بل لپاره لازم و ملزوم دي.
په عام ډول داسې ویلی شو چې دولت او سياسي غورځنګونه يو نه يو ډول پر يو او بل تکيه کوي، او همدا سياسي غورځنګونه دي چې په ولس کې د ملي ارزښتونو پيغام تر ټول په ښه توګه خپروي، په ورته وخت کې هر قشر خپل هدفونه او فرصتونه د همدې لارې ترلاسه کوي، او د دوی اهدافو ته ګواښونه هم د سياسي غورځنګونو له لارې تر دوی رسېږي او په مخ نيوي کې يې هم همدا سياسي غورځنګونه د خپلو خلکو او نظامونو تر څنګ درېږي.
سربېره پر دې، د هېواد په رغونه او پرمختګ کې تر ټولو لویه ونډه مطلع وګړي لرلای شي، د شرايطو حساسيت همدا باخبر ولس ټاکي چې هېواد څه ډول اقتصادي او سياسي پرمختګ وکړي، او په دې برخه کې تر ټولو لوی رول سياسي غورځنګونه او ګوندونه لوبولی شي چې دا کار په خپل ذات کې د ډېموکراسۍ تر ټولو لوی اصل دی.
هغه عمومي پُل چې اساسي قانون او ولس سره نيښلولای شي سياسي غورځنګونه دي چې د فرد فرد ګټې او مکلفيتونه تضمين کوي. يوازې سياسي غورځنګونه کولای شي چې د مساوياونه ګډون له لارې مساويانه حقوق تضمين کړي، او ياد تضمين لپاره تر ټولو غوره، اسانه او چټکه لار انتخابات دي، په دې فعاليت کې يو سياسي غورځنګ او یا ګوند خپل نهایي وس کوي تر څو خپلې برنامې او ژمنې تر ولس ورسوي او ولس هم له همدې لارې خپل برخليک ټاکي.
په تېرو نونسو کلونو کې ټولې ټاکنې په ځانګړي ډول ولسمشريزي او د ولسي جرګې ټاکنې له ستونزو او ګډوډيو سره مخ شوي، او نتايج یې هم تل متنازع پاتې شوي، تر ټاکنو وړاندې او وروسته پړاوونه د واقعي سياسي غورځنګونو او ګوندونو د نه شتون له کبله جنجالي شوي چې بې له شکه دې جنجالونو نه يوازې په افغانستان کې د ټاکنو داخلي بلکې د ټاکنو سيمه ييز او نړيوال مشروعيت هم تر پوښتنې لاندې راوستی او په پای کې یې افغان نظام او ملت متضرر کړ.