د پښتو ژبې نړۍ والې ورځ په مناسبت
ژبه د پېژندنې، مينې، عاطفې، ټولنیزو قوانینو په جوړونه، زده
کړې او په ټوله کې د انساني کرامت تر ټولو ستره او لومړۍ وسیله او احساس دی چې د ځمکنيو چارو سربېره د انسان او د خالق تر منځ يوازېنۍ اړیکه ده. کله چې ژبې ورکې شي نو قامونه، کلتورونه او تمدُنونه ورسره ورکېږي چې بیا د نړۍ کلتوري تنوع له ګواښ سره مخ کېږي.
د فرصتونه، دودونو، حافظې، د فکر او بیان کولو ټولې طریقې د مور له غېږې په مورنۍ ژبه پيلېږي او بیا په همدې وسیله انسان کاینات او کهکشانونه کشف او فتح کوي، خپل رب ته ور نږدې کېږي او د بشریت د خلقت واقعي معنا تشخیص، تعریف، تفسیر او تجزیه کوي.
د يونېسکو له لوري د مورنۍ ژبې د نړۍ والې ورځې لمانځل د انساني ښکلا تر ټولو مقدس او ارزښتناک کلتور رامنځته کړ.
پښتو ژبه نه يوازې دا چې د سيمې یوه تر ټولو تاريخي ژبه ده بلکې يوازېنۍ ژبه ده چې د عصري دولتدارۍ څخه څو پېړۍ وړاندې يې د قانون (پښتونولي/پښتو) شکل لاره.
د خوږې پښتو ژبې د لا بډایه کېدو یواځېنې لار دا ژبه د زده کړو په موخه کارول دي.
باور غورځنګ د پښتو ژبې نړۍ والې ورځ مبارکي د نړۍ دوه اتیا ميلیونو پښتنو ته وايي.
د باور غورځنګ فرهنګي کمېټه
یو نظر پریږدئ