د مبارزې او بصیرت لرونکې پښتنې سیاستوالې مرحومې
بېګم نسیم ولي خان مړینه لویه ضایع ده.
د فخر افغان خان عبدالغفار خان د نږور او د مرحوم خان عبدالولي خان مېرمنې بېګم نسیم ولي خان د مړینې په مناسبت د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوو. مرحومه بېګم نسیم ولي خان په اوسني عصر کې د پښتني مېرمنو د فکري او شعوري سیاست بنسټ اېښودونکې او ښوونځی وه، چې تشه به ې هیڅ کله ډکه نه شي.
څېښتن تعالې دې مرحومې ته فردوس جنت او مشر اسفندیار ولي خان او د کورنۍ نورو غړو ته جمیل صبر ورکړي.
اروا یې ښاده او یاد یې تل پاتې
د باور غورځنګ رسنیز دفتر
یو نظر پریږدئ