د کمکي اختر په مناسبت د مبارکۍ پيغام!
افغانستان یو ځلې بیا کمکی اختر د خپرې شوې چُپتیا په فضاء کې لمانځي، لا هم دلته د پېغلو پر مخونو د کونډوالي انځور لیدل کېږي، لا هم ځوانان د خپل راتلونکي په هکله اندېښنې لري او لا هم ماشومان او سپين ږيري د ستړيا او ستومانۍ اسوېلي باسي. افغان ولس د جګړې، غربت او کرونا د وبا پر مهال هم په ټول زغم او حوصلې د روژې مبارکې میاشت د لوی څېښتن تعالی په طاعات او عباداتو تېره کړه. موږ ډاډه یو هغه ډول چې افغان ولس د سختو بدمرغیو او ناورینونو پر مهال خپل عقيدوي هوډ پولادي وساته که چېرې همدغه ډول د خپل ديني، وجداني او ملي مسؤولیت له مخې د دې خاورې او د خپلو اولادونو د راتلونکي په هکله همدغسې قوي هوډ سره يو موټی راووځي نو ډېر ژر به روانې بدمرغۍ پای ومومي. باور غورځنګ هوډ لري چې ډېر ژر د روان وضعیت په وړاندې په ټول هېواد کې پراخ او دوامداره حرکتونه پيل کړي.
باور غورځنګ ټولو هېوادوالو ته د کمکي اختر مبارکي وايي، څېښتن تعالی مو طاعات او عبادات په خپل دربار کې قبول کړه، او موږ ټولو ته دې دا توان او همت راکړي چې خپل ګران هېواد نور له روان ناورین څخه وژغورو. امین
د باور غورځنګ رسنيز دفتر
Amberlykaot
dating web sites for free senior dating site online free dating sites
Salomakaot
asien dating online free online dating chat mature nl free
Lawanna Meyers
The way you put together the information on your posts is commendable. I would highly recommend this site. You might also want to check my page UQ6 for some noteworthy inputs about Domains.
Verona Goolsby
Your ideas absolutely shows this site could easily be one of the bests in its niche. Drop by my website QN6 for some fresh takes about Car Purchase. Also, I look forward to your new updates.
Leonie Palumbo
Great post! I learned something new and interesting, which I also happen to cover on my blog. It would be great to get some feedback from those who share the same interest about Airport Transfer, here is my website 92N Thank you!