د درې ورځني اوربند هرکلی
باور غورځنګ د طالبانو له لوري د اختر درې ورځني اوبند هر کلی کوي، او هیله کوي چې دا اوربند حداقل تر نړۍ والې معتبرې ناستې پورې وغځول شي ترڅو د طرفینو تر منځ د باور جوړونې زمینه مساعده شي، کنې افغان ولس به دا باور وکړي چې د طالبانو له لوري یوازې درې ورځنی اوربند تاکتیکي دی تر څو دوی خپلو لیکو ته تازه دمي جنګیالي ولېږي او له دې فرصته په استفاده د جګړې نوي پلانونه جوړ او اکمالات ورسوي.
له طالبانو مو هیله ده چې د اوربند په غځولو د افغان ولس دا اندېښنې غلطې ثابتې کړي.
د باور غورځنګ رسنیز دفتر
یو نظر پریږدئ