اووم او‌ اتم د ثور په تړا‌ؤ د باور غورځنګ اعلامیه

اووم او‌ اتم د ثور په تړا‌ؤ د باور غورځنګ اعلامیه

Image placeholder

اووم او‌ اتم د ثور په تړا‌ؤ د باور غورځنګ اعلامیه!

اووم د ثور ای‌‌‌‌‌‌ډیالوجیک افراطېزم او اتم د ثور مذهبي افراطیانو له پاره بې ساري مُحرکات وزېږول، چې دا مُحرکات په یو نه یوه ‌‌‌‌‌‌ډَول دا درې څلوېښت کاله پر دې هېواد او ولس حاکم ځواک بللی شو، او په بېلابېلو وختونو کې دې حاکم ځواکونو په افغانستان کې د لویو قدرتونو له پاره د مداخلو او منفي رقابتونو دروازې پرانستلې چې دا مداخلې او رقابتونه نه یوازې د ملیونونو افغانانو د قتل عام لامل شول بلکې په سیاسي، اقتصادي، نظامي، ټولنیز او فکري لحاظ یې دا هېواد لږ تر لږه یوه پېړۍ شاته بوت.

نن په دولت کې زورواکي، د جهاد په نوم ټېکه داران، طالبان، له غربه راغلي لوټ ماران، د ګاون‌‌‌‌‌‌ډيو او غربي هېوادونو مداخلې، او د روانې جګړې یوارېنني لاملونه اووم او اتم د ثور دي.

د باور غورځنګ مطبوعاتي دفتر

نظر

یو نظر پریږدئ

6