د برېښنا شرکت د نوي میاشتېني بېلونه په تړاؤ اعلامیه!
د افغانستان د برېښنا شرکت د ولس په غوښتنه چې د برېښنا بېل باید میاشتېنی شي تر څو د مصرف شويو کيلوواټونو درجه را ټيټه او په ترتيب د في کيلوواټ قیمت تحویل شي. خو، له بده مرغه د دې پر ځای چې د برېښنا شرکت د ولس قانوني غوښتنه ومني او له دوی څخه په ښکاره سرقت بند کړي، دوی برعکس د بېل په میاشتيني کولو سره د ميټر د څرخ درجه راښکته او قیمت لوړ کړ او تر پخوا یې یو نیم چند ډېر او ښکاره سرقت پيل کړ. په دې کې هم هیڅ شک نه شته چې له وړاندې لا د برېښنا د نوي رئیس په راتګ د برېښنا بېلونه دوه چنده شول، خو اوس یې د غریب او ناچاره ملت لوټولو ته لستوڼي لا بډ وهل.
باور غورځنګ پر حکومت په عام ډول او د برېښنا پر شرکت په ځانګړي ډول غږ کوي چې میاشتينی بېل د کيلوواټو د پخوانۍ درجه بندۍ پر اساس ترتیب کړي، کنې یاد شرکت به د ولسونو د سخت غبرګون سره مخ شي.
یو نظر پریږدئ