په پښتونخوا کې د جانیخېلو د پېښې په تړاو اعلامیه

په پښتونخوا کې د جانیخېلو د پېښې په تړاو اعلامیه

Image placeholder

په پښتونخوا کې د جانیخېلو د پېښې په تړاو اعلامیه!

د پښتونخوا په جانیخېلو کې لومړی د څلورو تنکیو زلمیو وژل، بیا د ولسي حق غوښتنې مخنیوی او بالاخره د پشتون ژغورنې د غورځنګ د مشرانو نیول په ښکاره ‌‌‌‌‌‌ډول د ملګرو ملتونو د یو این اېچ ار د لومړۍ، دویمې مادو او د دریمې مادې د دریمې فقرې د ټولو جُزونو، همدا رنګه د ملګرو ملتونو د ای سي سي پي ار د کنوېنسیون د لومړۍ او دویمې مادو، او د یو ‌‌‌‌‌‌ډي‌‌‌‌‌‌ اېچ ار کنوېنسیون د اوومې، اتمې، نهمې او دیارلسمې مادو ښکاره نقض او سرغړونه ده.

باور غورځنګ پر افغان دولت غږ کوي چې د یو ‌‌‌‌‌‌ډي اېچ ار د ۲۲مې او ۲۸مې مادو ته په کتو د خپل مس‌ؤولیت له مخې په ملګرو ملتونو کې د خپل سفیر له طریقه د پاکستاني ریاست له لوري د یادو کنوېنسینونو د یادو ماده څخه د سرغړونې کېس ثبت کړي.

نظر

یو نظر پریږدئ

6