د مبارکۍ او مننې پيغام!
اوبه حیات دي، د کمال خان بند د ماشین څرخ د حیات سره مینه لرونکي هر انسان په ځانګړي توګه افغان ته د زړه له تله مبارکي وایوو، هغه افغان چې د کمال خان د بند له لومړۍ ډبرې د اېښودو رانيولې تر ننه د ژوند له پاره چغې وهي.
په دې کې هيڅ شک نه شته چې یو بند نه شي کولی د افغان ولس او افغانې جغرافیې درد دوا کړي لاکن د ناروغۍ د تشخیص يو بنسټيز درمل کېدی شي چې شو.
په دې لړ کې باور غورځنګ له ولسمشر څخه نیولې بیا تر هر هغه سرتېري او کاریګره څخه د زړه له تله مننه کوي چې د دې بند د پرانيستې شاهدان یې کړو. موږ هیله مند یوو چې اړونده مسؤولین او رهبري به ډېر ژر د یاد بند د ماشین له څرخ وروسته یادې حوزې ته د ۹ مېګاواټه برېښنا د رسونې چارې عملي کړي.
یو نظر پریږدئ