د بهسود ولسوالۍ د پېښې په تړاو اعلامیه

د بهسود ولسوالۍ د پېښې په تړاو اعلامیه

Image placeholder

د بهسود ولسوالۍ د پېښې په تړاو اعلامیه

د وردک ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د دفاع وزارت پر هیلي

کوپتر ترهګریز برید چې د څلورو پيلوټانو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون نهه سرتېري پکښې شهیدان شول نه بخښونکی جنایت دی.

د یادې ترهګرې ‌‌‌‌‌‌ډلې دا څوم پرله پسې جنایت ښيي چې دا ترهګریزې کړنې دننه په نظام کې د نظام د سقوط د پلان یوه برخه ده.

له بده مرغه د دولت مشر تر دومره رواني فشار لاندې دی چې د ارګ او د بهرنیو چارو د وزارت مامورینو ته د ‌‌‌‌‌‌ډېپلوماسۍ په لېکچر ورکولو یې ځان بوخت کړی او دا کار دا څرګندوي چې په ارګ او بهرنیو چارو وزارت کې چارواکي له دې وروسته ‌‌‌‌‌‌ډېپلوماسي زده کوي، او افغان دولت د بهرني سیاست په نوم دوې کرښې هم نه لري.

بلې خوا ته له ارګ څخه تمویل کېدونکي د هېواد سرتېري شهیدانوي او د میلیونونو ‌‌‌‌‌‌ډالرو هیلي کوپتر ویجاړوي خو د ارګ او د دفاع وزارت چوپتیا په حکومت کې دننه د نظام د ړنګولو پيغام ورکوي.

د علیپور او د ده په څېر د نورو ترهګرو په وړاندې د حکومت چوپتیا په امنیتي او دفاعي سکتور کې ستره ګ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډي رامنځته کولی شي چې مس‌ؤولیت به یوازې او یوازې د ولسمشر، د نوموړي د معاونینو، د امنیت د شورا د سلاکار او د درۍ ګونو امنیتي او دفاعي نهادونو د مشرتابه وي.

نظر

یو نظر پریږدئ

6