د ښځو د نړۍ والې ورځ په مناسبت!
نن د مارچ ۸مه د ښځو د حقونو د ترلاسه کولو نړۍ واله ورځ ده. بې له شکه چې د اروپا او امریکا ښځو خپل حقونه د خپلې مبارزې له لارې پېړې وړاندې ترلاسه کړل. خو زموږ ستر پيغمبر ص ۱۴۰۰ کاله وړاندې د مېرمنو حقونه خوندي او تضمین کړل، اما له بده مرغه افغان مېرمنه تل د کلتور اومذهب په نوم قرباني شوې چې مطلقا د اسلام د مقدس دین د احکامو خلاف برخورد ورسره شوی.
لاکن افغان مېرمنو لکه نازو انا، د میوند ملالۍ، زرغونه انا، رابعه بلخي او بې شمېره نورو افغان میرمنو نه یوازې چې حوصله او عزم له لاسه ور نه کړ بلکې د افغان مېرمنو لپاره تل په تیارو کې د مشالونو بېلګې وې او دي.
باور غورځنګ د نړۍ ټولو مېرمنو په ځانګړي توګه افغان قهرمانو مېرمنو ته د دې ورځې مبارکي وايي.
بې له شکه چې هېواد له جنګ او حساس پړاؤ څخه تېرېږي، خو د افغان مېرمنو عزم او حوصلې اوچتې دي او دا هېواد به د خپلو وروڼو سره اوږه په اوږه د ابادۍ او سرلوړۍ لور ته بیایي.
یو نظر پریږدئ