د وردک د بهسودو ولسوالۍ د پېښې په تړاو اعلامیه!
باور غورځنګ د ترهګرۍ د نړۍ وال تعریف له مخې یاده پېښه چې د افغانستان پر امنیتي او دفاعي ځواکونو برید دی یو ترهګریز او جنایتي عمل بولي، او لاملین یې تر هیڅ بل ترهګر کم نه بولي.
باور غورځنګ د حکومت دا دریځ د پاکستاني پوځ دریځ او پالیسۍ ته ورته بولي چې د ښه او بد طالب اصطلاح پکښې کارول کېږي. له بده مرغه افغان دولت هم د ترهګرو په وړاندې تل تبعیضي چلند کړی. څرنګه چې پاکستانی اسټبلیشمنټ د افغان خاورې او ملت تباهۍ ته ملا تړلې همدا رنګه ایران او د دوی نیابتي فاطمیونو د افغانستان بربادۍ ته لستوڼي بډ وهلي، خو له بده مرغه کله چې د دوی ترهګر مشرتابه درې کاله وړاندې ونیول شول نو د ولسمشر دویم مرستیال په خورا درنښت نه یوازې پرېښودل بلکې لا ډېر امتیاز يې ورکړ او نن یې هم پر وړاندې خاموشي اختیار کړې.
باور غورځنک د دولت پر مشرتابه غږ کوي چې د ترهګرو تر منځ دې توپپري چلند ته د پای ټکی کښېږدي، کنې دا دریځ به لومړی دوی او بیا افغان ملت ته ډېرې بدې پایلې ولري.
یو نظر پریږدئ