مطبوعاتي اعلامیه
باور غورځنګ د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې هوایي بمباري چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي په کلکو ټکو غندي او دغه وحشي کړنه د ټولو دیني او بشري اصولو، او نړۍ والو قوانینو خلاف بولي.
له بده مرغه هره ورځ عام بې ګناه ولس په جګړه کې د ښکېلو لوریو لخوا په یوه نه یوه نوم او بهانه وژل کېږي.
باور غورځنګ په دې باور دې چې د روان ناورین څخه د خلاصون یوازېنۍ لار په جګړه کې پر ښکېلو خواوو د تل پاتې سولې لپاره ولسي فشار راوستل دي چې دا کار غورځنګ خپل مسؤولیت بولي. او له ټولو هېوادوالو هیله کوي چې د ځان او وطن ژغوزنې لپاره د باور غورځنګ سره یو ځای شي.
باور غورځنګ د لوی خدای(ج) له دربار څخه د دغېې فاجعې شهیدانو ته فردوس د جنت، کورنیو ته یې اعظیم صبر او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا غوښتنه کوي.
یو نظر پریږدئ