شرم دی...شرم دی...شرم دی...
موږ د هدفي وژنو په خلاف راوتي وو، موږ راوتي وو چې د هر سرتېري، مدني فعال، خبریال، ډاکټر، څارنوال او په ټوله کې د هر افغان د وژنې په خلاف غږ پورته کړو، موږ راوتي وو چې پوښتنه وکړو، موږ راوتي وو چې بشریت وستایو او وژنې وغندنو، موږ راوتي وو چې دا ووايوو چې زموږ غږ نه شئ خاموشه کولی.
هو موږ داسې وخت راووتو چې څوک له وېرې غږ نه شي پورته کولی، خلکو کورنه پرېښودل، ځايونه او وطن یې بدل کړ، ان خپلې ټولنیزې شبکې یې بندې کړې، خو موږ راووتو او موږ به بیا هم راوځو.
خو سرکار زموږ مخه ونیوله، سرکار وویل چې دوی ته امر شوی چې زموږ مخه ونیسي، موږ ته اجازه رانه کړي چې وژنې وغندواو له انسانیت څخه دفاع وکړو.
خو موږ به بیا هم راوځو، په وار وار به راوځو، حساب به غواړو، له غلو او نااهلو به حساب غواړو. موږ به د وژنو مخه نيسو، موږ به خپل خدای او خپلو اولادونو ته سرټيټې نه وو.
د باور غورځنګ یو غړی هم که وي هغه به غږ اوچتوي او دا هر څه به لیکل کېږي.
یو نظر پریږدئ