د تسلیت او خواخوږۍ پیغام!
وَبَشِّرِ الصَّابرِینَ الَّذینَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِیبَهٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَ إِنَّا إِلَیْهِ رَاجِعُونَ
د پيلوټ مسعود اتل شهادت د افغان ولس د جېنوسایډ د لړۍ ادامه ده.
اتل د هېواد ستر کدر او ویاړ و، شهید اتله موږ نن هم له سرکار څخه ستا او د نورو شهیدانو د قاتلینو د نېونې او د دغو هدفي وژنود مخنیوي غوښتنه کوله، خو سرکار موږ ورټلو، وښکنځلو او په سپينه ورځ یې راته وویل چې تاسو حق نه لرئ چې دا غوښتنه وکړئ. خو، زموږ دې ستا پر پاکې وینې قسم که غلې کښېنو، خلک به په کورونو کې پټ وي، خپل ټولنیز اکاونټونه به بند کړي، غلي به شي، مات به شي، خو باور غورځنګ به راوځي، بیا به راوځي او بیا به راوځي تر څو ستا په څېر د نورو سپېڅلو افغانانو د وژنو مخه ونیسي.
دخدای تعالی له سپیڅلي دربار څخه شهید اتل ته فردوس جنت، کورنۍ، خپلوانو او دوستانو ته یې د جمیل صبر او جزیل اجر غوښتنه کوو.
یو نظر پریږدئ