د تسلیت او خواخوږۍ پیغام!
وَبَشِّرِ الصَّابرِینَ الَّذینَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِیبَهٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَ إِنَّا إِلَیْهِ رَاجِعُونَ
مدني فعاله او د مېرمنو د حقونو مدافعه فرشتې کوهېستانۍ شهادت د افغان ولس د جېنوسایډ د لړۍ ادامه ده.
د هدفي وژنو دا لړۍ د هېواد هغه کدرونه په شهادت رسوي چې د وطن تر ټولو ستره پانګه بلل کېږي، د دې هدفي وژونو د لړۍ شدت بې لکه شکه چې د حکومت پر سختې نااهلۍ دلالت کوي، یوارې په پلازمېنه کابل کې د لسګونه زرو امنیتي او دفاعي ځواکونو په موجودیت کې کابل ښار د انسانانو په مسلخ بدل شوی، او حکومت یوازې فېسبوکي ناستې، شعارونه، غندنې او تسلیتونه وړاندې کوي، د يوه هېواد د حکومت تر دې هاخوا د ناکارۍ، نااهلۍ او بې پروايې بل مثال نه شي پيدا کېدی.
دخدای تعالی له سپیڅلي دربار څخه مرحومې او ورور ته فردوس جنت، کورنۍ، خپلوانو او دوستانو ته یې د جمیل صبر او جزیل اجر غوښتنه کوو.
یو نظر پریږدئ