د تسلیت او خواخوږۍ پیغام

د تسلیت او خواخوږۍ پیغام

Image placeholder

د تسلیت او خواخوږۍ پیغام!

وَبَشِّرِ الصَّابرِینَ الَّذینَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِیبَهٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَ إِنَّا إِلَیْهِ رَاجِعُونَ

د فیفا اجرائیه رئیس ښاغلي یوسف رشید شهادت یوه ستره ضایع بولو، نوموړی په کار پوه علمي کدر و چې کلونه یې هیواد ته نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړي.

د پلازمېنې کابل هر سهار په هدفي وژنو پیلېږي او د هېواد هغه کدرونو په شهادت رسول کېږي چې د وطن تر ټولو ستره پانګه بلل کېږي، د دې هدفي وژونو د لړۍ شدت بې لکه شکه چې د حکومت پر سختې نااهلۍ دلالت کوي، په پلازمېنه کابل کې د لسګونه زرو امنیتي او دفاعي ځواکونو په موجودیت کې کابل ښار د انسانانو په مسلخ بدل شوی، او حکومت یوازې فېسبوکي ناستې، شعارونه، غندنې او تسلیتونه وړاندې کوي، د يوه هېواد د حکومت تر دې هاخوا د ناکارۍ، نااهلۍ او بې پروايې بل مثال نه شي پيدا کېدی.

باور غورځنګ يو ځلې بيا د حکومت پر مشرتابه غږ کوي چې د کانکرېټي دېوالونو څخه سر راوباسي، نور له مبالغې او تمثيلي خبرو ډډه وکړي او خپل مسؤولیت په رېښتيني توګه ترسره کړي.

دخدای تعالی له سپیڅلي دربار څخه مرحوم ته فردوس جنت، کورنۍ، خپلوانو او دوستانو ته یې د جمیل صبر او جزیل اجر غوښتنه کوو.

نظر

یو نظر پریږدئ

6