د تسلیت او خواخوږۍ پیغام
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي خان محمد "وردک " پر موټریز کاروان او د هېواد په بیلابیلو برخو کې د تروریستي بریدونو ورځ تر بلې ډېروالی خورا د اندېښنې وړ دی.
په ننې بریدونو کې په لسګونو میندې بورې، ماشومان یتیمان او کورونه بې سرپرسته شول، د دښمن له دا ډول وحشي کړنو څخه معلومیږي چې دوی اصلا سولې ته ژمن نه دي.
خو د دې تر څنګ، موږ یو وار بیا پر حکومت هم غږ کوو چې د دا ډول بریدونو مخه ونیسي ترڅو د هېواد والو ژوند خوندي شي. او بې له شکه چې حکومت دا توان لري چې د دغه ډول هدفي وژنو مخه ونیسئ.
د خدای تعالی له سپیڅلي دربار څخه شهیدانو ته فردوس جنت، ټپیانو ته بشپړه روغتیا، او کورنۍ اوخپلوانوته یې د جمیل صبر او جزیل اجر غوښتنه کوو.
یو نظر پریږدئ