باور غورځنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي علي وزیر ناقانونه نیول د ټولو اسلامي او بشري اوامرو او حکمونو خلاف یو استبدادي عمل بولي.
ښاغلی وزیر د پاکستاني ادارو له خوا په داسې حال کې نیول کېږي چې نوموړی د خدای تعالَی د مقدس کلام د امر “د ظالم، جابر او قاتل په وړاندې درېدل” او د نړۍ وال بشري قوانینو او کنوېنسینونو د حکمونو “بشري حقونه” د ساتنې له پاره مبارزه کوي. خو، په ورته وخت کې د پاکستان پوځي او ملکي حکومتونو په اسلام اباد کې طالبانو ته سرې قالینې وېړې کړي او ترې تود هرکلی کوي.
باور غورځنګ د ملګرو ملتونو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې یاد سازمان دې د خپلو کنوینسیونونو (د یو این ایچ ډي ار ۵۱مې او د ای سي سي پي ار د ۷۳مې) مادو حکمونه په دې قضیه کې عملي کړي.
یو نظر پریږدئ