ډاکټر ناکامورا کال وړاندې د افغانستان د ښېرازۍ او هوساینې لپاره په رڼا ورځ د جلال اباد په ښار کې په خورا بې دردۍ ووژل شو

ډاکټر ناکامورا کال وړاندې د افغانستان د ښېرازۍ او هوساینې لپاره په رڼا ورځ د جلال اباد په ښار کې په خورا بې دردۍ ووژل شو

Image placeholder

د جاپاني الاصله افغان، ډاکټر ناکامورا (کاکا مُراد) د لومړي تلین په تړاو د باور غورځنګ اعلامیه!

مېړونو مري خو فکرونه او یادونه یې په تیارو کې تل مشالونه وي.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر ناکامورا کال وړاندې د افغانستان د ښېرازۍ او هوساینې لپاره په رڼا ورځ د جلال اباد په ښار کې په خورا بې دردۍ ووژل شو.
نن د نوموړي اتل د قتل پورا یو کال وشو لاکن حکومت بیا د دې قضیې نوم هم وانخیست او په هېواد کې مرموزې وژنې همدارنګه ادامه لري.

‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډاکټر ناکامورا به نه یوازې شپه او ورځ د افغانستان د زرغون والې لپاره زیار ایست بلکې افغان ولس ته به یې له جګړې د نفرت او د سولې او کار سره د مینې تبلیغ هم کاوه.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر ناکامورا د ننګرهار ولایت د کوز کونړ د ښېوې او کامې ولسوالیو د خړوبولو او زرغونولو وروسته د ګمبېرۍ ټوله سیمه د کروندې لپاره جوړوله چې په همدې موخه یې د کونړ د سیند اوبه باید مهار کړې وای، د دې کار سره سم به نه یوازې په هېواد کې د کرنې په برخ کې خورا پرمختګ شوی وای بلکې پاکستان ته به د یاد سیند د اوبو بهېدل هم درېدلي وای، چې همدې ملي پروژي ‌‌‌‌‌‌ډاکټر ناکامورا وواژه، او وروسته افغان حکومت د ګمبېرۍ پر دښته د ماسټر پلان او مرحوم ناکامورا د طرحې خلاف د هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر د جوړونې تمثیل وکړ چې باور غورځنګ یې په وړاندې په اوولسو ولایتونو کې لاریونونه وکړل او که چېرې حکومت بیا هڅه وکړي چې د ګمبېرۍ پر دښته معامله وکړي، باور غورځنګ به یې په ټول قوت په وړاندې ودرېږي.

د اتل ناکامورا اروا دې ښاده یاد دې تل پاتې وي.
 

نظر

یو نظر پریږدئ

6