د ۹ کلن عبدالرؤوف اختطاف او د هغه شکنجه یو ستر بشري جنایت دی او حکومت د دې معصوم د ژغورلو مسؤولیت لري. ۳۵ ورځې کېږي لا هم نوموړی ماشوم تر شکنجې لاندې دی او د خلاصون لپاره یې هیڅ ګام نه دی پورته شوی. دا په داسې حال کې چې انسان تښتوونکو په وار وار د نوموړي ماشوم د کورنۍ سره ټيلیفوني اړیکي نیولي اما مسؤولین لا نه دي توانېدلي چې د تښتوونکو ټیلیفوني اړيکي تعقیب او کشف کړي چې دا حالت خورا مایوسوونکی او دردوونکی دی.
باور غورځنګ د ټولو ناخوالو هغه که حکومتي یا په ټوله کې دولتي فساد وي، مافیایي سیاست وي، ترهګري وي، غصب وي او که اختطاف په وړاندې یې راوتی او مخه به یې نیسي.
باور غورځنګ په حکومت غږ کوي چې د ټیلیفوني پیغامونو پر ځای دې د دغسې پېښو مخه ونیسي ولس به په خپله د حکومت ملاتړ وکړي کنې په ټولو مهمو او سرنوشت سازو ادارو کې د بې مسلکه، ضعیفه او بهرني مېلمنو چارواکو په راوستو کې د ارګ په ګډون ولسي جرګه هم همدومره ملامته، مفسده او ظالمه ده او حساب به ترې کېږي.
یو نظر پریږدئ