پر کابل پوهنتون د ترهګریز برید په هکله د باور غورځنګ اعلامیه

پر کابل پوهنتون د ترهګریز برید په هکله د باور غورځنګ اعلامیه

Image placeholder

پر کابل پوهنتون د ترهګریز برید په هکله د باور غورځنګ اعلامیه!

پر کابل پوهنتون برید د الله تعالَی پر مجاهدو بندګانو (علم افضل جهاد دی)، د ده پر مقدس کتاب قران (په پوهنتون کې زرګونه جلده قران موجود دي)، د پيغمبر ص پر احادیثو (زرګونه جلده احادیث پراته دي)، پر انسانیت او مدنیت برید دی، چې د شریعت له مخې پر بریدګرې ‌‌‌‌‌‌ډلې حد، قصاص او د بشر د حقونو د قانون له مخې پرې تعزیرات جاري کېږي.

د افغانستان او اسلامي مقدساتو دوښمن د دې خاورې او ملت ازلي دوښمن دی او اوس یې د دې ملت تر ټولو سترو ارزښتونو د له منځه وړلو شوم نیت کړی. د دې برید مس‌ؤولیت که هره ‌‌‌‌‌‌ډله مني لاکن د دغه ‌‌‌‌‌‌ډول بریدونو بنسټ اېښودودنکي معلوم دي.

همدا رنګه لکه څنکه چې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال اعتراف وکړ چې دغه ‌‌‌‌‌‌ډول وحشي برید د دوی د کشفي او استخباراتي مدیریت پر ناکامۍ دلالت کوي، نو د امنیتي، دفاعي او کشفي ادارو مشرتابه باید ځواب ورکړي.

له بده مرغه د هېواد د باشهامته امنیتي او دفاعي ځواکونو رهبري او مدیریت د خورا نااهله او ناکاره اشخاصو په لاس کې ده چې باید ژر تر ژره نه یوازې له دندو ګوښه شي بلکې پوښتنه ترې وشي.

باور غورځنګ د خدای تعالَی له دربار څخه د کابل پوهنتون د پېښې شهیدانو ته فردوس جنت، ټپیانو ته بشپړه روغتیا او د کورنیو غړو ته یې جمیل صبر غواړي.

د همدې ټولو ناخوالو په وړاندې باور غورځنک د ولسي قیام د سترې جلسې پيل پر ۲۹ عقرب له ختيځ (جلال اباد) څخه کوي.

خپله ایماني، ملي او وجداني وجیبه اداء کړئ، وطن، ځان او اولادونه مو وژغورئ. پر ۲۹ عقرب د سترې جلسې برخه وګرځئ.

نظر

یو نظر پریږدئ

6