د اسلام د ستر لارښود پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د میلاد په مناسبت د باورغور ځنګ پیغام

د اسلام د ستر لارښود پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د میلاد په مناسبت د باورغور ځنګ پیغام

Image placeholder

د اسلام د ستر لارښود پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د میلاد په مناسبت د باورغور ځنګ پیغام

د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د زوکړې ورځ دې ټول امت مسلمه په ځانګړی توګه دافغانستان شریف او متدین ولس ته مبارکه وي، د اسلام د مقدس دین د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د زوکړې ورځ په عالم بشریت کې تر ټولو بختوره او رڼا ورځ ده.

د نبوت تر څنګ محمد صلی الله علیه وسلم یو ستر او کامل انسان و، چې د ځمکې پر سر د تر ټولو ستر جهالت، وحشت او غیر انساني کړنو په وړاندې يې په ډېره حوصله مندۍ، صداقت، مینه او ترحم مبارزه وکړه، او نن ۱۴۴۲ کاله وروسته نه يوازې چې شاوخوا دوه میلیارده انسانان د دې ستر پيغمبر صلی الله علیه وسلم اُمتیان او لارویان دي بلکې د وروستي ابدي ژوند د راحت او شفاعت يوازېني څیراغ هم ستر پيغمبر محمد صلی الله علیه وسلم بولي، او بې له شکه چې د همدې ستر انسان صلی الله علیه وسلم په شفاعت به د لوی څېښتن تعالی د ترحم او بښنې سبب ګرځي. حضرت محمد صلی الله علیه وسلم تر نبوت هاخوا د غیر مسلمانانو لپاره هم يو ستر فکري مکتب دی او د ځمکې پر سر د دې ستر انسان صلی الله علیه وسلم له بشري مینې، انساني کرامت او پر غوره رهبرۍ غیر مسلمانان هم اعتراف کوي.

لکه څنګه چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم پیداېښت په نړۍ کې د ناپوهۍ، جهل، تیارو د لمنځه وړلواو او د سولې او ثبات سبب وګرځیده، نو لوی خدای د دعاء لپه پورته کوو چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د زوکړې د مبارکې ورځې په برکت زموږ په هېواد کې دایمي سوله اوثبات راولي، او د جهالت له تیارو مو وباسي. امین

نظر

یو نظر پریږدئ

6