د کوثر دانش پر روزنېز مرکز د تروریستي برید په اړه د باورغور ځنګ اعلامیه!
مستأسفانه نن مازدیګر یو ځل بیا د پوهې او رڼا دښمنانو د کوثر دانش پر روزنیز مرکز برید ترسره کړی چې په پاېله کې یې د یاد مرکز زده کونکي شهیدان او ټپیان شوي. موږ دا ډول ناروا برید غندو او په دې سترغم کې ځان شریک بولو، دا لومړی ځل نه دی چې دا ډول وحشي او غیر اسلامي برید پر علمي مراکزو ترسره کیږي، له دې معلومیږي چې دوی ته د هیواد پرمختګ هیڅ ارزښت نلري او د ویجاړولو لپاره یې مټې رانغښتي. د ذوالجلال رب له سپېڅلي دربار څخه شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپيانو ته بشپړه روغتیا او د کورنيو غړو ته یې د جمیل صبر غواړو.
یو نظر پریږدئ