پر هلمند د خونړي برید په تړاو د باور غورځنګ اعلامیه

پر هلمند د خونړي برید په تړاو د باور غورځنګ اعلامیه

Image placeholder

پر هلمند د خونړي برید په تړاو د باور غورځنګ اعلامیه:

باور غورځنګ پاکستان ته د ښاغلي عبدالله له سفر وړاندې او وروسته وویل چې دا تشریفاتي سفر د پاکستان په موقف کې یو فیصد بدلون هم نه شي راوستی، ځکه چې بدلونونه په ‌‌‌‌‌‌ډيپلوماتیکو لابي او فشارونو رامنځته کېږي او فشارونه په خبرو نه بلکې په عمل ‌‌‌‌‌‌ وارېدېږي.

افغان دولت د ‌‌‌‌‌‌ډيپلوماتیکې او مطبوعاتي دستګاوو په نوم اصلا څه نه لري، د بهرنیو چارو وزارت یا د قامي مشرانو سره ویني او یا هم تلینونه لمانځي او د چارو اداره بیا د سفیرانو سره ویني، پارلماني وزارت د سوداګرو سره ویني، قابله د مخباراتو وزیره کېږي، غیر مسلکیان د برېښنا شرکت او د افغانستان بانک چلوي، لوی درستیز دې ملکي شخص وي، او داسې زرګونه نور مثالونه.

په دغه ‌‌‌‌‌‌ډول حکومتولۍ پر پاکستان څه چې پر یوه عادي غیر مس‌ؤول وسله وال لا فشار نه شي راوستی، یو ځلې په بلخ کې عملیات پرې کوي خو دویم ځل په کانټينېټل کې مېلمستیا او امتیازات ورکول کېږي.

پاکستان یا د پاکستان لاسپوڅي دومره قوي نه دي چې هلمند دې سقوط کړي، هلمند یا بل هر ولایت که د بد وضېعت سره مخ کېږي د ارګ له دننه به مخ کېږي، او همدا کیسه جریان لري.

په نظام کې دننه د نظام پښې وهل کېږي.

عطاءمحمد نور په خپلو وروستیو څرګندونو کې ښکاره وویل چې دوی هیڅ کله ‌‌‌‌‌‌ډاکټر نجیب الله نه شوای ماتولی که چېرې هغه له دننې نه وای مات شوای.

پر هلمند دغه ‌‌‌‌‌‌ډول وحشي برید د دې خاورې پر ناموس برید دی، او د دې خاورې ناموس ساتونکو سرتېرو په تېرو دوو اونیو کې په وار وار ارګ او امنیتي او دفاعي رهبرۍ ته چغې وهلې او وضېعت یې ورته تشرېح کاوه، که چېرې همغه وخت عمل شوی وای نو د پاکستان پلان نیم ساعت هم ژوند نه لاره، نه به مو باشهامته سرتېري شهیدان او ټپيان کېدلی، نه به مو دومره ګران عملیات (دا ‌‌‌‌‌‌ډول دفاعي حالت یا عملیاتونه میلیونونه ډالر لګښت لري) کولی، نه به مو تاسیسات له منځه تلل، نه به په زرګونه خلک شهیدان، ټپيان او بې کوره کېدل.

د دوښمن (پاکستان) له پاره د جګړې ګټل دا نه دي چې ستا خاوره دې لاندې کړي بلکې د هغه هدف دا دی چې تاته څومره نظامي، مُلکي او ټولنیز زیان درواړوي چې هغه کار یې وکړ، او دا ټول په دننه نظام کې د واکداراونو له کبله.

موږ له جګړې او نورو بدبختیو هغه مهال خلاصېدی شو چې نه یوازې نظام خپل وبولو بلکې د نظام د ټينګښت له پاره د وطن حقیقي او مسلکي بچیان د نظام ماشین وچلوي.

نن د دولت اویا سلنه مامورین د دوښمن د رواني جګړې ښکار شوي، هر یو یې په دې اند دی چې بس همدا نن سبا کې نظام سقوط دی، د دولت دغه ‌‌‌‌‌‌ډول برخورد دوښمن ته زمینه مساعدوي چې ځان قوي احساس کړي. د دولت تبلیغاتي دستګاه په دې لګیا ده چې ښاغلي عبدالله څه اغوستي او د کرزي صاحب پخوانۍ وې‌‌‌‌‌‌ډيوګانې خپرې کړي، کابل ښار د جنایي جرمونو په پناه ګاه بدله شوې، کندوز سقوط شو، غزني اُور واخیست، هلمند تر دې وړاندې دوه ځلې د همداسې وضېعت سره مخ شو خو لا هم غوږ نه ګرول کېږي، لا هم مسلکي جنرال په کور کښېول کېږي، او که د هلمند له اوسني وضېعت څخه هم زده کړه و نه شي او جدي تغییرات په حکومت کې را نه شي، بل ځلې به وضېعت ‌‌‌‌‌‌ډېر بد وي.

باشهامته افغان سرتېري د دې توان لري چې د دې خاورې د دوښمن غاښونه مات کړي لکه د جلال اباد په جګړه کې یې چې مات کړل، اما نتیجه څه وه؟ د همغه نظام په دننه کې پاکستان ته کار وشو. نن هم که د دې مېړنیو سرتېرو رهبري کې بدلون را نه شي هم به مو سرتېري قربانېږي او هم به وطن او ملت له جدي ګواښ سره مخ کېږي.

باور غورځنګ د دولت پر مشرتابه غږ کوي چې ژر تر ژره دې د حکومت مهمو په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول امنیتي او دفاعي ادارو رهبري مسلکي او وړ کادرونو ته وسپاري.

نظر

یو نظر پریږدئ

6