دننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې د شوي موټربم برید په اړه د باورغورځنګ دخواخوږۍ پیغام
د ننګرهار ولایت دشینوارو په ولسوالۍ کې درنې چاودنې زمو ګڼ شمیر هیوادوالو ته چې پکښې د باور غورځنګ غړي هم شامل دي درنه مرګ ژوبله اړه ولې ، دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې په قطرکې د سولې لپاره هڅې روانې دي اوله بله پلوه د سولې دښمنان په دغه سترو او وحشي بریدونو لاس پورې کوي چې په پاېله کې یې زموږ ګران هیواد وال په شهادت رسیږي، د یاده ولو وړ ده چې څه وخت وړاندې د هسکې مېنې په یوه جومات کې په لسګونه هېوادوال شهیدان اوټپیان شول.
د ننګرهار د شينوارو غم خورا دروند دی، دا څووم ځل دی چې د یادې سیمې د وګړو د تېر غم ټغر لا نه وي ټول شوی چې د نه بښونکي جنایت سره بیا مخ شي. د غني خېلو نني موټر بم په لسګونو شهیدان، ټپیان، یتیمان، کونډې، رنډې او بورې شاته پرېښودې. له يوې خوا د سولې له پاره مذاکرات خو له بلې خوا دغه ډول وحشت، دولت او طالبان یو د بل په وړاندې توندې لهجو کارول دا په ډاګه کوي چې دواړه لوري يوازې او یوازې د قدرت له پاره بحث او زور ازمايي کوي خو سر او مال د عام افغان پکښې قربانېږي.
یاده پېښه چې هر څومره وغندل شي کمه ده. باور غورځنګ په دې باور دی چې د افغانستان غمیزې ته یوازې او يوازې افغان ولس د پای ټکی اېښودی شي، نه هغه لوري چې ټول د قدرت د لاسته راوړو له پاره جنګ او خبرې کوي.
د باورغورځنګ مشرتابه اوغړي یې په دغه ستره غمیزه کې ځانونه شریک بولي او د خدای پاک له دربار څخه شهيدانو ته د فردوس جنت غوښتنه اوټپیانو ته عاجله شِفاغواړي.
یو نظر پریږدئ