چهار شنبه د ۱۳۹۹ل کال د میزان ۹مه
باور غورځنګ د کندهار ولایت سپین بولد په ولسوالۍ کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شهید ډاکټر نجیب الله ۲۴م تلین په موټریز کاروان او لاریون ولمانځه.
ډاکټر نجیب الله نه يوازې تل د پنجاپ په وړاندې لکه غر ودرېده بلکې د جلال اباد په جګړه کې يې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ، د دې تر څنګ د ملي روغې جوړې د پروسې بنسټ نوموړي کښېښود، او په پای کې يې له پنحاب څخه د خپل سر په قیمت باختري خزانه وساتله.
یو نظر پریږدئ