باور غورځنګ یوازېنی ادرس و چې د سرور دانش پرونۍ څرګندونې یې نه یوازې چې وغندلې بلکې د معذرت غوښتنې لپاره یې ۴۸ ساعته ورکړل او دا یې په ډاګه کړه چې که چېرې نوموړي په یاده موده کې معذرت و نه غواړي نو نه یوازې چې په ټول هېواد کې به پراخ لاریونونه کوي بلکې د نوموړي دفتر ته د تګ مخه به هم نيسي. خو لا شل ساعته نه و پوره شوي چې نوموړي د خپلو څرګندونو په هکله بښنه وغوښته.
باور غورځنګ به د ټولو ملي ارزښتونو څخه همداسې دفاع کوي، او هر څوک چې د هېواد ارزښتونو ته توهین کوي هغه به همدغسې هېوادوالو ته په سر ټيټولو اړ باسي.
یو نظر پریږدئ