د سرور دانش د اخېري څرګندونو په هکله د باور غورځنګ اعلامیه او خبرداری

د سرور دانش د اخېري څرګندونو په هکله د باور غورځنګ اعلامیه او خبرداری

Image placeholder

د سرور دانش د اخېري څرګندونو په هکله د باور غورځنګ اعلامیه او خبرداری!

په دې اخېرو کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال مولوي سرور دانش له نفاق او تعصب ‌‌‌‌‌‌ډکې څرګندونې په کلکو ټکو غندو او د نوموړي څخه په لکه غوښتنه کوو چې د خپلو نا سنجیده او ایران پلوه څرګندونو له کبله معذرت وغواړي.

نوموړي تر دې وړاندې هم په دولتي ادارو کې پر داسې مهال د تبعیض خبره وکړه چې د نوموړي په ګ‌‌‌‌‌‌ډون د جمهوري ریاست د دویم معاونیت ټول کارمندان نه یوازې د یوه قوم او مذهب دي بلکې د ټولو کورنۍ د ایران په قُم کې استوګن دي.

نوموړي نن په ‌‌‌‌‌‌ډېره سپين سترګۍ د افغانستان هغه تاریخي مشرانو ته لکه لوی احمدشاه بابا چې د ایراني قمیانو غاښونه یې مات کړي وو د ایران په غوښتنه سپکاوی وکړ.

بې له شکه چې دا څوم ځل دی چې نوموړی دا ‌‌‌‌‌‌ډول څرګندونې د ولسمشر په موجودیت کې کوي، او د ولسمشر د چوپتیا خورا د اندېښنې وړ ده.

که چېرې مولوي سرور دانش په اته څلوېښت ساعتونو کې له افغان ملت څخه بښنه و نه غواړي، باور غورځنک به په ټول هېواد کې په پراخو لاریونونو لاس پورې کړي او ان د نوموړي دفتر ته تګ مخه به ونیسي.

نظر

یو نظر پریږدئ

6