په جلال اباد ښار کې د لاسي پلورونکو اتحادیې له غړو سره

په جلال اباد ښار کې د لاسي پلورونکو اتحادیې له غړو سره

Image placeholder

نن دوشنبه د وږې ۲۴ مه د باور غورځنګ مخکښ غړي ښاغلي اکمل ظاهر ترکي په جلال اباد ښار کې د لاسي پلورونکو اتحادیې له غړو سره د باور غورځنګ اهداف او راتلونکي پروګرامونه شریک کړل، د ډېرو په څیرو کې د خوشحالۍ احساس له ورایه معلومېده، هر یو بېله بېله مننه کوله.

‎دوي په یوه غږ د غورځنګ ملاتړ وکړ او غړيتوب یې واخیست.

‎موږ د بدلون هوډ کړی او ان شاالله بدلون به راولو.

‎موږ ولس ته ور ښکته کیږو او د دوی سره په ګډ مزل به شته ناخوالو ته د پای ټکی ږدو، د هر خاین، مفسد او بې عدالته پر ضد به دریږو.

‎زموږ نیت پاک دی او زموږ خدای ج زموږ سره مل دی.

‎نوټ: د دې اتحادیې له رییس حاجي صیب ملک حیدر څخه ډېره مننه چې زمینه یې برابره کړه.

نظر

یو نظر پریږدئ

6