نن جمعه د وږې ۲۱مه د باور غورځنګ مخکښ غړي ښاغلي عصمت الله اسحاقزي په مشرۍ د کندهار ښار په د دریمې ناحیې کې د باوریانو (مشران، ځوانان او علماوو) سره د غورځنګ پر راتلونکو برنامو او فعالیتونو مشورتي ناسته وکړه.
د یادې سیمې باوریانو په يوه غږ وویل چې د افغانستان د ژغورنې يوازېنۍ لار باور ده او باور به د باور د لا پراختیا او پياوړتیا په موخه کور په کور، جومات په جوات او حجره په حجره د فکري او شعوري سیاست ډېوه بلوي.
یو نظر پریږدئ