نن شنبه د وږي ۸ مه د باور غورځنګ غړو هر یوه اکمل ظاهر ترکي، ډاکټر محمد واعظ ظاهرزي، کریم الله ظاهر، نجیب الله وزیري، اجمل باور او خوشحال مومند کوټ ولسوالۍ ته سفر درلود، د کوټ ولسوالۍ قومي مشر، د باور ِغورځنګ مخکښ غړی او د ننګرهار ولایت د ۲۲ ولسوالیو د سبزیجاتو د اتحادیې رییس استاد میراغا مموزي څخه نړۍ مننه چې هم یې د ملګرو مېلمه پالنه وکړه او هم یې په یاده ولسوالۍ کې د غورځنګ غړي او ملاتړي راغوڼد کړي وو.
د یادې ولسوالۍ باوریانو په يوه غږ وویل چې د افغانستان د ژغورنې يوازېنۍ لار باور ده او باور به د باور د لا پراختیا او پياوړتیا په موخه کور په کور د فکري او شعوري سیاست ډېوه بلوي.
یو نظر پریږدئ