په ننګرهار کې د باور غورځنګ له خوا د لویې غونډې د ځنډېدو په تړاو اعلامیه

په ننګرهار کې د باور غورځنګ له خوا د لویې غونډې د ځنډېدو په تړاو اعلامیه

Image placeholder

په ننګرهار کې د باور غورځنګ له خوا د لویې غونډې د ځنډېدو په تړاو اعلامیه

کابل ـ چهارشنبه د( ۱۳۹۸ کال د زمري ۱۵) لکه څرنګه چې باور غورځنګ له لوی اختر وړاندې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې پر ګمبیرې د سودا، پر ډیورینډ فرضي کرښه د اغزن تار او دروازو د لګولو په غبرګون کې لاریونونه وکړل، د ننګرهار په لاریون کې باور غورځنګ اعلان وکړ، چې د اختر په پنځمه ورځ به په ننګرهار ولایت کې لویه غونډه رابلي، چې د ګډونوالو شمیر به یې په زرګونه وي؛ خو شرایطو ته په کتو، چې اوس مهال په ننګرهار کې هوا ډېره ګرمه ده او زموږ غونډه به د سړک پر سر وي؛ نو په دومره ګرمه هوا کې نه غواړو چې زموږ هېوادوال غونډې ته راشي او خدای مه کړه دوي ناروغان شي. فلهذا، د باور غورځنګ رهبري شورا دا غونډه وځنډوله، ژر به د دې لویې غونډې نوې نیټه او وخت اعلان شي.

په درنښت

د باور غورځنګ رسنيز دفتر

نظر

یو نظر پریږدئ

6