پر ننګرهار محبس د خونړي برید په تړاو د باور غورځنګ اعلامیه

پر ننګرهار محبس د خونړي برید په تړاو د باور غورځنګ اعلامیه

Image placeholder

پر ننګرهار محبس د خونړي برید په تړاو د باور غورځنګ اعلامیه

دوشنبه د ۱۳۹۹ کال د زمري میاشتې ۱۳مه

د اعلان شوي اوربند پر مهال د ننګرهار پر محبس خونړی برید خورا د اندېښنې وړ دی.

تر اختر یوه ورځې وړاندې په لوګر کې او پرون په ننګرهار کې د ترهګریزونو بریدونو شهیدانو ته فردوس جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوو.

د ننګرهار پر محبس د تیرې ورځې ډله ییز برید ګڼې پوښتنې راپورته کړي، ایا طالبان او افغان حکومت سولې ته اراده لري؟ د سولې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سفرونو او هڅو څه نتیجه ورکړه؟ ایا خلیلزاد پدې برخه کې ښه نیت لري؟ ولسمشر غني څومره سولې ته ژمن دی او ولې د سولې په برخه کې د شته خنډونو پرځای نوي جنجالونه پیدا کوي؟ د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله د سولې په برخه کې ښه نیت لري؟ که لري یې ولې یې تراوسه حد اقل خپل تشکیل جوړ نه کړ او هره ورځ فرصتونه له لاسه ورکوي؟ امریکا ولې پر پاکستان فشار نه راولي، چې هلته دېره طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي او له داسې وحشیانه بریدونو لاس واخلي؟ او طالبان ولې دغه خونړی برید ردوي؟

معلومه شوه چې نه ولسمشر غني د سولې خبرو ته ښه نیت لري نه ډاکټر عبدالله، نه امریکا، نه طالبان او نه هم پاکستان، له بده مرغه له ولسمشر غني نیولې دا ټول زموږ دې ملي او حیاتي موضوع ته د پروژې په سترګه ګوري او هریو زموږ د وینو په تویولو کې خپله سودا او ګټې ویني، چې دا حالت بیخي خواشینونکی دی، کنې پر ډېرو مهمو او حیاتي موضوعاتو لکه امنيتي تړون، تېر او اوسنی ګډ حکومت او د ۴۶۰۰ طالب زندانيانو خوشې کولو لپاره مشورتي لویه جرګه نه رابلل کېږي، اما د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشې کولو لپاره مشورتي لویه جرګه رابلل کېږي؟ د تېر کال د مشورتي لویې جرګې چې تر میليارد ډېرې افغانۍ پکښې مصرف شوې نتیجه څه شوه؟ او دې په نوم مشورتي لویو جرګو ته د ټاکل شویو ګډونوالو خبره څومره منل کېږي؟

له وروستیو کړنو معلومیږي، چې خپله افغان حکومت، امریکا، پاکستان او طالبان فقط افغانستان کې د جګړې بڼه بدلول غواړي نه دلته د وینې بهېدنې او ورور وژنې پای، موږ پر افغان حکومت غږ کوو، چې د دې ګونګې سولې په تړاو دې له ولس سره معلومات شریک کړي، موږ ته له دې ګونګې سولې ترشا په هېواد کې د یوې بلې خونړۍ څپې او جګړې د پیل بوی راځي، داځل اجازه نه ورکوو، چې څوک دې زموږ په وطن کې د جګړې نوی اور بل کړي، موږ به په پوره قوت سره د دې شومو معاملو پر وړاندې دریږو او مخه به یې نیسو، دې وطن اوس اصلي مالکین پیدا کړي، د هر ظالم او شر اچونکي پروړاندې به کلک دریږي.

په پای کې یوځل بیا پر افغان حکومت، امریکا، طالبانو او پاکستان غږ کوو، چې دلته بل شوي اور ته د لمن وهلو پرځای دې صادقانه د دې اور د وژلو هڅه وکړي او زموږ پرخاوره دې د جګړې کرل شوی تخم ټول کړي.

افغان ولس ته بیا هم ډاډ ورکوو، چې باور غورځنګ به هیڅکله اجازه ورنه کړي چې زموږ خاوره د یوې نوې لوبې او جګړې میدان شي. باور غورځنګ د سولې په نوم د دغه ډول مرموزو او شومو معاملو په وړاندې نه یوازې په ولسي کچه درېږي بلکې په ټولو معتبرو نړۍ والو دريځونو کې به د افغانستان قضیه وړاندې کړي.

د باور غورځنګ رسنیز دفتر

نظر

یو نظر پریږدئ

6