بدخشان: پنجشنبه د ۱۳۹۹ کال د زمري د میاشتې ۲

بدخشان: پنجشنبه د ۱۳۹۹ کال د زمري د میاشتې ۲

Image placeholder

بدخشان!

رسنیزه اعلامیه

پنجشنبه د ۱۳۹۹ کال د زمري د میاشتې ۲

نن ، په بدخشان ولایت کې د باور غورځنګ سلګونو غړو د طالبانو سره د افغانستان د خلکو او دولت ترمینځ د سولې د ابهاماتو او په ننګرهار ولایت کې د اوبو لګولو پروژې پرځای د ګمبیري هوایی ډګر د جوړولو په خلاف لاریون وکړ!

دا چې تلپاتې سوله او ثبات د دې خاورې د ځوریدونکو خلکو له عاجل اړتیاو څخه ده ، موږ د تلپاتې او ثبات لرونکي سولې او ثبات لپاره راوتي یوو، او موږ د ملت دا ارمان زموږ د زړونو په ژورو کې ځای کړی. اما، بدبختانه د کلونو په تېرېدو په ځانګړي ډول په تېرو دریو کلونو کې د سولې په نوم د خلکو د غولولو پروژې په لار اچول شوي يوازې یې تروریستي پروژو او د بهرنيو لاسوهنې ته لار هواره کړې شواهد روښانه دي چې د افغانستان حکومت د سولې په اړه هیڅ یوه تګلاره او پالیسي نه لري او نه دا توان تر اوسه په دوی کې لیدل شوی چې د سولې لپاره دې کومه تګلاره ولري.

بارو غورځنګ د ولس له منځه راپورته شوی غورځنګ دی او د دې ولس استازيتوب کوي، موږ خپلو ملي ګټو او د ملي حاکميت او ارزښتونو په رڼا کې د سولې تعریف او د دې لپاره عملي کار په لاندې ډول غواړو:

لومړی: سوله باید د ملي او دیني ارزښتونو ته په کتو تعریف او د ملت سره شریک شي.

دویم ، د سولې په هکله د هر لوري سره د خبرو پر مهال د ملي نوامیسو حفظ، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي سیاست او منافع باید تعریف شي او عملي بڼه ورکول شي.

دریم ، د مذاکراتو ټولې خواوې باید د سولې په هکله خپل واضح موقف ولري او هيڅ ډول ابهام باید پاتې نه شي، کنې دا سولې لپاره اوسني مبهم ګامونه د ملت لپاره په هيڅ مانا د منلو نه دي.

څلورم ، د سولې لپاره چې په تېره کې کوم کار شوی او په راتلونکی څه کېږي باید ژر تر ژره د ملت سره شریک شي.

پینځم: د سولې لپاره ټاکل شوی هئيت باندې باید له سره غور وشي او د ملت له منځه خلک و ټاکل شي نه دغه ډول مافيایي کړۍ او یا هم خلک.

او بله مهمه مسله د ننګرهار په ولایت کې د ګمبېري پر دښته د هوايي ډګر جوړول دي. د ګمبېرۍ ډاګ د شهید سردار محمد داوود خان د ماسټر پلان له مخې زراعتي ځمکه وه او د دې ځمکې لپاره د کونړ پر سیند باید بند جوړ شي، چې د دې هدف د پوره کولو په موخه جاپان الاصله افغان ناکامورا د پاکستان لخوا په شهادت ورسېد تر څو دلته بند جوړ نه شي او د کونړ د سیند اوبه پاکستان ته روانې وې. اوس چې افغان حکومت د ماسټر پلان برخلاف پر دې ډاګ هوايي ډګر جوړوي، دا په دې مانا چې افغان حکومت دا کار د پاکستان په خوښه کوي. حال دا چې د ياد هوايي ډګر لپاره په ننګرهار که وړاندې لا دوه لوی او مناسب ډاګونه (څلوزو او روداتو) ډيزان شوي دي. موږ په هيڅ قیمت حکومت ته اجازه نه ورکوو چې زموږ د هغو سرتېرو پر سر دې معامله وکړي چې شپه او ورځ د دې هېواد د نواميسو د ساتلو لپاره خپل ځانونه قرباني کوي.

پاکستان او ایران هره ورځ د ترهګرو په وسیله زموږ سرتېري، سپین ږیري، سپين سرې، ځوانان او ماشومان را شیهدانوي، ځوانان مو سوځي، په اوبو کې یې غرقوي، او کونړ مو په راکټونو راولي، د ترهګرو په وسیله زموږ جوماتونه، کورونه او حُجرې ورانوي خو زموږ خاین چارواکي دوی ته د ګمبېرۍ ډاګ ډالۍ کوي. نور افغان ملت نه ويده دی او نه هم ناپوه، موږ راولاړ شوي يو او د دغسې وطن فروشۍ مخه نیسو. تر اختر وروسته به په ټول هېواد کې د لسګونه زرو کسانو حرکتونه رامنځته کوو او د دې هېواد برخليک به اوس موږ ملت ټاکو نه خاین او له غربه راغلي مېلمانه چارواکي.

نظر

یو نظر پریږدئ

6