د ننګرهار ولایت د ګمبېري ډاګ د هوايي ډګر کېدو په مخالفت په زابل ولایت کې پراخ لاریون

د ننګرهار ولایت د ګمبېري ډاګ د هوايي ډګر کېدو په مخالفت په زابل ولایت کې پراخ لاریون

Image placeholder

رسنیزه اعلامیه

یکشنبه د ۱۳۹۹ کال د سرطان د مياشتې ۳۰

نن د باور غورځنګ سلګونه غړو د ننګرهار ولایت د ګمبېري ډاګ د هوايي ډګر کېدو په مخالفت په زابل ولایت کې پراخ لاریون وکړ. په یاد ولایت کې د باور غورځنګ غړو وویل چې په ننګرهار ولایت کې د ګمبېرۍ ډاګ د شهید سردار محمد داوود خان د ماسټر پلان له مخې زراعتي ځمکه وه او د دې ځمکې لپاره د کونړ پر سیند باید بند جوړ شي، چې د دې هدف د پوره کولو په موخه جاپان الاصله افغان ناکامورا د پاکستان لخوا په شهادت ورسېد تر څو دلته بند جوړ نه شي او د کونړ د سیند اوبه پاکستان ته روانې وې. اوس چې افغان حکومت د ماسټر پلان برخلاف پر دې ډاګ هوايي ډګر جوړوي، دا په دې مانا چې افغان حکومت دا کار د پاکستان په خوښه کوي. حال دا چې د ياد هوايي ډګر لپاره په ننګرهار که وړاندې لا دوه لوی او مناسب ډاګونه (څلوزو او روداتو) ډيزان شوي دي. موږ په هيڅ قیمت حکومت ته اجازه نه ورکوو چې زموږ د هغو سرتېرو پر سر دې معامله وکړي چې شپه او ورځ د دې هېواد د نواميسو د ساتلو لپاره خپل ځانونه قرباني کوي.

پاکستان او ایران هره ورځ د ترهګرو په وسیله زموږ سرتېري، سپین ږیري، سپين سرې، ځوانان او ماشومان را شیهدانوي، ځوانان مو سوځي، په اوبو کې یې غرقوي، او کونړ مو په راکټونو راولي، د ترهګرو په وسیله زموږ جوماتونه، کورونه او حُجرې ورانوي خو زموږ خاین چارواکي دوی ته د ګمبېرۍ ډاګ ډالۍ کوي. نور افغان ملت نه ويده دی او نه هم ناپوه، موږ راولاړ شوي يو او د دغسې وطن فروشۍ مخه نیسو. تر اختر وروسته به په ټول هېواد کې د لسګونه زرو کسانو حرکتونه رامنځته کوو او د دې هېواد برخليک به اوس موږ ملت ټاکو نه خاین او له غربه راغلي مېلمانه چارواکي.

نظر

یو نظر پریږدئ

6