د باور غورځنګ په هکله

د باور غورځنګ اصول
1. باور غورځنګ يو سیاسي غورځنګ دی چې د هر ډول ناخوالو په وړاندې او اصلاحاتو د راوستو په موخه مبارزه کوي. باور غورځنګ د هر ډول سيمه اییز، قامي، ژبنيز، مذهبي او جنسیتي توپیر پرته د ټولو افغانانو ګډ حرکت دی چې ټول تاریخي او موجوده ظلمونو او ناخوالو په وړاندې تشکیل شوی.
2. باور غورځنګ د هر هغه افغان ګډ حرکت دی چې په دې جغرافیه، تر کرښې ها خوا او په نورو هېوادونو کې ژوند کوي، د هغو د ټولو ټولنیزو او سياسي حقونو د ترلاسه کولو مرجع بلل کېږي.
3. د باور غورځنګ یو له لویو اهدافو ملي یووالی یا ملت سازي ده، تر څو د ټولو افغانانو د ټولنیز پرمختګ لپاره د ګډې همکارۍ فرهنګ رایج شي. د همدې هدف د لاسته کولو په موخه باور غورځنګ د افغانستان د يوې سيمې د ستونزې د حل له پاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پراخې غونډې، لاریونونه او غږ پورته کړی او کوي یې.
4. باور غورځنګ پر ولسواکۍ باور لري او واک ته د رسېدو تر ټولو غوره لار شفافې ټاکنې بولي.
5. د باور غورځنګ غړيتوب بې له کوم قامي، سيمه اییز، ژبنیز، مذهبي او جنسیتي توپیره ترلاسه کېږي.

د باور غورځنګ بنسټیز اهداف

1. د باور غورځنګ ټول اهداف د افغانستان د اساسي قانون او د ټولو هغو نړۍ والو کنوېنسينونو په رڼا کې نغښتې چې افغانستان یې غړيتوب لري. باور غورځنګ د ټولو افغانانو د بنسټيزو حقونو لکه ژوند، خپلواکي، د فکر، بیان او کاروبار ازادي او نور ټول هغه حقونه چې الهي او ځمکني قوانینو انسانانو ته ورکړي د خوندیتوب لپاره مبارزه کوي.
2. باور غورځنګ د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې د هر ډول غیر قانوني کړنو لکه ، ترهګري، غصب، فساد، مافیايي سیاست، قومي او ژبنيز تعصبات، زورواکي، بې عدالتي او نورو ناسمو کړنو په وړاندې مبارزه کوي، هغه که دولتي او يا نادولتي افراد یا ادارې کوي.
3. (۳): باور غورځنګ په دې باور دی چې ګران هېواد افغانستان له هر ډوله بدمرغیو څخه د خلاصون او د يوه پرمختللي او هوسا افغانستان لپاره تر ټولو اړین او لومړی ګام د ملت سازۍ دی، د ياد هدف د ترلاسه کولو تر ټولو غوره لار دا باور لرل دي چې په دې هېواد کې ټول اوسېدونکي یو له بل سره ټولنیز تړون لري، او د افغانستان دولت باید د همدې تړون د پلي کولو مسؤولیت ولري. بارو غورځنګ په دې باور دی چې د واک واګې یوازې او يوازې د خلکو سره وي، او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا واک هم يوازې او يوازې افغان ولس لري.
4. باور غورځنګ په دې باور دی چې په تېرو نونسو کلونو کې افغان دولت و نه توانېدی چې يوه قوي ډيپلوماتيکه دستګاه ولري تر څو له همدې ادرسه له ټولو بهرني هېوادونو په ځانګړي ډول د خپلو غربي شرکاوو سره د قوي ډېپلوماسۍ له لارې د افغانستان د جغرافيې او ملت ګټې خوندي کړي، او نړۍ والو سره د متقابل نړيوالو اړیکو په رڼا کې برخورد وکړي. په همدې اساس باور غورځنګ د افغانستان د ملي ګټو د خونديتوب په موخه د ټولو هغو نړۍ والو (هېوادونو او ادارو) هغو پرېکړو په وړاندې مبارزه کوي چې د افغانستان ملي ګټې ګواښې او غورځنګ یې په بدل کې د افغانستان پر ملي منافعو ولاړ وړانديزونه او طرحې وړاندې کوي او د عملي کولو لپاره یې د ډيپلوماتیک عرفونو او ولسي حرکتونو له لارې فشارونه واردوي.
5. باور غورځنګ د افغانستان د اساسي قانون، عرفي قوانينو او ټولو نړۍ والو کنوېنسېنونو په ځانګړي ډول د بشر حقونه، يو اېن ډي اېچ ار، ای سي سي پي ار، يو اېن اېچ ار، د نړۍ والې محکمې کنوېنسیون او نور کنوېسينونو چې افغانستان يې غړيتوب لري، په رڼا کې پر طالبانو، د دوی پر ملاتړو هېوادونو، پر ګاونډي هېوادونو او افغان دولت د ډېپلوماسۍ او ولسي مبارزو له لارې فشار واردوي تر څو پر افغان ملت د تپل شوي جګړې تر څنګ، فساد، مافیایي سياست، زورواکي، غربت او بې عدالتۍ ته د پای ټکی کښېښودل شي.
6. بارو غورځنګ د ډيورنډ کرښه د یوې کرغېړنې او د انګرېزانو لخوا د افغان ملت د وېش د کرښې په توګه پېژني، او تر کرښې ها خوا پښتانه، افغانان او خاوره یې د افغانستان ملکیت بولي. د دې قضيې د حل دوسیه به نړۍ وال سټېج په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونه پلېټ فارم ته وړي.
7. باور غورځنګ د افغانانو د وژلو لپاره په ګاونډي هېوادونو کې د جهاد په نوم د روزن ځایونو او تمويل قضیه د نړۍ معتبرو دريځونه لکه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، نړۍ واله محکمه، بروکسېل او وارسا ته وړي، او پر نړۍ والو دريځونه د افغانانو د څلورو لسیزو د قتل عام حساب او عدالت غوښتنه کوي.
8. باور غورځنګ د بون د لومړي او دویم کانفرنسونو د پرېکړو تر څنګ د محتده ایالاتونه سره د امنيتي تړون او د ناټو هېوادونو سره د دوه اړخيزو تړونونو په رڼا کې د افغانستان د جغرافیې او افغان ملت د ژوند د خونديتوب لپاره سیاسي، حقوقي او ټولنیزه مبارزه کوي.

د باور غورځنګ ثانوي اهداف

باور غورځنګ په دې باور دی چې د هغو بدمرغيو چې افغانستان یې دا پینځه لسیزه قرباني دی د خلاصون يوازېنۍ لار فکري، شعوري او ولسي سیاست دی. د دې اهدافو له پاره باور غورځنګ په هېواد کې دننه د کور په کور فکري او شعوري سیاست د مبارزې تر څنګ پر ټولو معتبرو او اړوندو دريځونو خپل غږ د لاندې مادو په رڼا کې رسوي. 1. په افغانستان کې د نړۍ والو په ځانګړي ډول د ګاونډي هېوادونو د شخصي او شومو اهدافو دمخنيوي په موخه داسې پاليسۍ جوړول او ولسي حرکتونه کول چې د ستراتيژیکو پالیسيو په نوم د افغانانو د سر او مال له منځه وړلو مخه ونیول شي.
2. ټول نړۍ وال په ځانګړي ډول ګاونډي هېوادونه باید افغانستان د يوه خپلواک او مستقل هېواد په توګه وپېژني او د هر ډول لاس وهنې څخه ډډه وکړي.
3. د بون له کانفرنس څخه را وروسته د افغان دولت د ټولو مالي لګښتونو او پروژو تفصیلي تفتیشي راپور غوښتنه.
4. د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې د ولس او دولت تر منځ د ټولنیز تړون له مخې د دولت په وړاندې د ولس مکلفیت او د ولس په وړاندې د دولت مسؤولیت په واقعي ډَول د پلي کولو له پاره مبارزه.
5. د بون له کانفرنس څخه را وروسته د افغان دولت له لوري د بهرنيو هېوادونو او نړۍ والو ادارو سره د دوه، درې او څو اړخيزو تړونو جزییات او د دې تړونونو د پلي کولو او نقص بشپړ او مفصل راپور د ولس سره د شريکولو غوښتنه.
6. باور غورځنګ د تپل شوې ترهګريزې جګړې د ختمولو له پاره يوازېنۍ غوره لار د افغانستان د ولس له ادرسه د وسلوالو ډلو سره مذاکرات بولي. د افغانستان د ولس په استازیتوب باور غورځنګ د هرې هغې هوکړه ليک یا لفظ نامې کلک مخالفت کوي چې د افغانانو د استازيتوب پرته د يوې وسوالې ډلې او بهرني هېواد یا هېوادونه تر منځ لاسلیک کېږي.

6